ایکنا نیوز د الکفیل له قوله راپور راکوی، د قرآن کریم علمي ټولنې د قرآن کریم د نړیوالې ورخې د پروګرامونو په دوام کې د عراق یوشمیر غوره قاریانو په ګډون سره، په کربلا ولایت کې یو قرآنی محفل ترسره کړ.
په دغو دستورو کې د عراق، انډ،نیشیا،ایران او مصر له هیوادونو څخه قاریانو د قرآن کریم د یوشمیر آیتونو تلاؤتونه وکړل او وروسته د قرآڼ دعملي ټولنې دزده کړې مرستیال ډاکټر علاالموسوي په یوې وینا کې د قرآن کریم عظمت او د پیغمبر اکرم له پاک عترت سره ئې د ارتباط په باب خبرې وکړې او د قرآن نړیواله ورځ ئې د وحي له کلام سره د د همیشني ارتباط لپاره د پيل ټکی وباله.
د بغداد ولایت د قرآن کریم موسیسې هم د بغداد په مالک اشتر امامباړې کې قرآني محفل ترسره کړ. په دغو دستورو کې د عباسی مقدس آستان یو شمیر قاریانو د خدای د آسماني کتاب د ځينو سورو یو شمیر آیتونه قرائت کړل او بیا د اهل بیت علیهم السلام مداحانو او شاعرانو د اهل بیت عصمت او طهارت په مدحه کې شعرونه وړاندې کړل.
دعراق په بابل ولایت کې هم د امام کاظم (ع) په جومات او امامباړې کې د عباسی آستان د قرآن کریم د عملي ټولنې له خوا قرآنی محفل ترسره شو.په دغو دستورو کې د حضرت امام حسین، حضرت عباس او امام سجاد علیهم السلام د نیکمرغه زوکړو د شپې ورځې ولمانځل شوې او د قرآن کریم د یوشمیر آیتونو په تلاؤت سره تفسیر او مداحي هم دوام وموند.
ایکنانیوز ددغو ولولناکو دستورو په باب یو انځوریز راپور برابر کړی چې ستاسو خدمت ته ئې هم وړاندې کوي.
https://iqna.ir/fa/news/4264571